د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپټمبر په ۱۶مه غونډه کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ.
نوموړي وویل، تمه لري چې د یوناما نوې مشره به د افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور جوړونې او له افغانستان سره د هراړخیزې مرستې په برخه کې هڅې پیاوړې کړي.
نبنزیا وویل، افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه لا هم ګډې او له سیاسي موخو پاکې مرستې ته اړتیا لري او روسیه د دغه هېواد په اړه د یوې «واقعي او هراړخیزې» تګلارې ملاتړ کوي. د هغه په وینا، دا تګلاره باید د افغانانو اړتیاوې په پام کې ونیسي او له افغان چارواکو سره پر باور ولاړو خبرو، اقتصادي او سیمهییزې همکارۍ ولاړه وي.
نوموړي همداراز وویل، چې د افغانستان د نړیوالې ټولنې په لوري د بېرته ادغام لپاره د بندیزونو لرې کول او د افغان شتمنیو د کنګل کېدو پای ته رسول مهم دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس