د عدلیې وزارت وایي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۹ ښارګوټي په بشپړ یا جزوي ډول دولتي ملکیت تثبیت او بېرته ترلاسه شوي دي.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون له جوړېدو وروسته، په ټول هېواد کې د ټولو استوګنیزو ښارګوټو ځمکې تر څېړنې لاندې نیول شوې دي.
د معلوماتو له مخې، یاد ښارګوټي په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندز ولایتونو کې موقعیت لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس