Home » افغانستان » د ایران په سراوان کې لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي
د ایران سراوان

د ایران په سراوان کې لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال د تندې له امله مړه شوي

د بشري حقونو د ډلې «حال‌وش» د راپور له مخې، لږ تر لږه ۱۷ افغان کډوال، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ایران په سوېل‌ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په روتک سیمه کې د سختې تندې له امله مړه شوي دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د سپټمبر پر ۱۰مه د «مک‌سوخته» په سیمه کې شوې او وروسته د قربانیانو جسدونه د سراوان د سړو خونو د ظرفیت د نشتوالي له امله د خاش ښار د مړو خونې ته لېږدول شوي دي.
حال‌وش وايي، په مړو شویو کسانو کې د افغانستان د بغلان ولایت د یوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي؛ یوه ۴۵ کلنه مور او څلور لوڼې یې چې ۲۲، ۱۸، ۱۶ او ۱۴ کلنې وې او لږ تر لږه شپږ نور قربانیان هم تر ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان وو.
حال‌وش د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې کډوال د سفر پر مهال د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي و او یو شمېر کسان د یو بل په لنډ واټن کې مړه شوي دي.
د قرنيانو د یوه خپلوان په وینا، د سفر په منځ کې نارینه له ښځو او ماشومانو جلا شوي وو او ښځو او ماشومانو وروسته د کافي اوبو له لاسرسي پرته خپل سفر ته دوام ورکړی.
که څه هم حال‌وش د قربانیانو دقیق شمېر او د پېښې ټول جزئیات په خپلواکه توګه نه دي بيان کړي، خو ويل شوی حې د نورو وژل شویو کسانو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امریکا: زلمی خلیلزاد د حکومت استازی نه دی او فعالیتونه یې شخصي دي

د امریکا د بهرنیو چارو ...