د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه لارښوونه تر راتلونکې محکمې ناستې وځنډوله چې له مخې یې په پاکستان کې پر طبي زدهکړو بوخت افغان زدهکړیالان افغانستان ته د ستنېدو مکلف شوي وو.
محکمې همداراز امر کړی چې تر راتلونکې ناستې پورې دې پر عارضو زدهکړیالانو هېڅ ډول جبري اقدام نه کېږي. ټاکل شوې چې د قضیې بله ناسته د سپټمبر په ۲۹مه ترسره شي.دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو درېیو افغان محصلانو د يادې شورا د سپټمبر د لومړۍ نېټې له خبرتیا سره مخالفت وکړ او سند عالي محکمې ته یې عریضه وړاندې کړه.
دپاکستان د طبي او غاښونو شورا په خپله خبرتیا کې له پاکستاني طبي او غاښونو پوهنتونونو غوښتي وو چې د افغان زدهکړیالانو د بېرته ستنېدو لپاره لازم اداري اقدامات ترسره کړي او د روان تعلیمي کال لپاره یې د افغان محصلانو پر نوي شاملېدو او ځای پر ځای کېدو هم بندیز لګولی و.
یاد درې افغان زدهکړیالان د علامه محمد اقبال سکالرشیپ پروګرام له لارې په ډاو پوهنتون کې زدهکړې کوي او تمه ده چې د ۲۰۲۷ کال په اپرېل کې خپلې زدهکړې بشپړې کړي. د دوی په عریضه کې ویل شوي چې دوی د خپلې زدهکړې تر مودې پورې معتبرې پاکستاني ویزې لري او د PMDC پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې ده. د ورته قضیې په تړاو د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په ۱۱مه د ۱۳ افغان طبي زدهکړیالانو په حق کې د PMDC د بېرته ستنولو د حکم د عملي کېدو مخه نیولې او هغوی ته یې د زدهکړو، ازموینو او لیلیې ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکړې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس