Home » افغانستان » په افغانستان کې ۱۷۹ زره کسانو ته د توبرکلوز د تشخیص زمینه برابره شوې
UNDP

په افغانستان کې ۱۷۹ زره کسانو ته د توبرکلوز د تشخیص زمینه برابره شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، چې په افغانستان کې یې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسانو ته د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ازموینې زمینه برابره کړې ده.

دغه بنسټ نن (یک‌شنبه، د وږي ۲۲مه) په اکس کې لیکلي، چې یادو کسانو د روان کال له اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې د توبرکلوز ناروغۍ معاینات ترسره کړي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د دغو ازموینو له لارې د توبرکلوز ناروغۍ د فعالو پېښو د موندنې، پر وخت تشخیص او درملنې ته د ناروغانو د لاسرسي زمینه برابره شوې ده. دغه پروګرام ټینګار کوي چې د ناروغۍ ژر تشخیص او درملنه کولی شي د توبرکلوز د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې مهم رول ولري.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د افغانستان څانګې د روان کال په وري میاشت کې هم ویلي وو، چې په هېواد کې یې له ۵۰ زرو څخه د زیاتو توبرکلوز ناروغانو درملنه کړې ده.
دغه معلومات په داسې حال کې خپرېږي چې توبرکلوز لا هم په افغانستان کې له مهمو روغتیايي ستونزو څخه ګڼل کېږي او د ناروغانو ژر تشخیص او درملنې ته لاسرسی د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره مهم بلل کېږي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د «کابل کتاب» جشنواره په بابر بڼ کې ترسره شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ...