د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، چې که چینايي موټر جوړونکي په امریکا کې دننه د موټرو د تولید فابریکې جوړې کړي، دی به ورسره مخالفت ونه کړي.
نوموړي دا څرګندونې له «فاکس نیوز» سره په مرکه کې کړې دي، په داسې حال کې چې د امریکا یو شمېر قانونجوړوونکي او کورني موټر جوړونکي په امریکا کې د چینايي شرکتونو د فعالیت مخالفت کوي.
ټرمپ وویل، دی غواړي چینايي موټر جوړونکي په امریکا کې دننه تولید وکړي، نه دا چې موټرونه په مکسیکو کې جوړ او بیا یې امریکا ته صادر کړي. هغه ټینګار وکړ چې په امریکا کې د دغو شرکتونو فعالیت باید د امریکايي کارکوونکو لپاره د دندو رامنځته کېدو او په کور دننه د موټرو د تولید سبب شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس