Home » سیمه او نړی » لاس انجلس کې نوې اورلګېدنه وشوه

لاس انجلس کې نوې اورلګېدنه وشوه

د لاس انجلس په شمال کې یوې نوې اورلګېدنې د امریکا چارواکي اړ کړل چې تر چهارشنبې د سلواغې تر ۳مه پورې د زرګونو خلکو د وتلو امر وکړي.

د کاسټیک جهيل ته نږدې د غونډیو په لمنو کې اورونه په چټکۍ سره خپاره شول، چې په دوو ساعتونو کې یې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه وسوځوله. د سانتا انا سیمې د تېزو بادونو له امله اورلګېدنه نوره هم پراخه شوې ده.

د کاسټیک جهيل شاوخوا، چې د لاس انجلس شمال ته په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، ۱۹۰۰۰ خلکو ته د وتلو امر شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په لاس انجلس کې تېرې اورلګېدنې د ۲۷ کسانو ژوند واخیست او زرګونه ودانۍ یې ویجاړې کړې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...