د غزې چارواکي وايي چې نن (چهارشنبې، د موغومي ۲۶مه) په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي دي.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې غزه کې د اوربند هوکړه تر بل هر وخت نږدې شوې ده.
بلخوا د امریکا ولسمشر، جو بایډن او د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي د جګړې د مخینوي په موخه له حماس او اسراییلو غوښتنه کړې چې په اوربند هوکړه وکړي.
د راپورونو له مخې، په غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۶زره او ۶۴۵ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱۰زره نور کسان ټپیان شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس