پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین پرټیمونو وسله وال برید کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د رسینو د مالوماتو له مخې یاد بریدونه د خیبرپښتونخوا ایالت د کرک په ولسوالۍ کې شوی او بل یې د دې ایالت په بنو ولسوالۍ کې ترسره شوی،چې په دواړو پېښو کې یو پولیس وژل شوی او دوه روغتیایي کارکوونکي ټپیان شوي دي.
تراوسه د یادو بریدونو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
بلخوا د پاکستان د روغتیا وزارت وایې، په دغه هیواد کې یی د پولیو یا ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړی چې، پرمهال به یې د دغه هیواد په ۱۴۳ ولسوالیو کې له ۴۴ ملیونه زیات ترپنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د یادودنې وړ ده ې د روان کال له پیل راهیسې په دې هیواد کې د پولیو نوې ۶۳ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس