د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن(پنجشنبې، د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن او سبا (جمعه) په تخار، پنجشیر، بغلان، بامیان، سرپل، جوزجان، ډایکندي، کندهار، هلمند، غور، فاریاب، بادغیس، فراه او هرات ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا، سېلابونو راوتلو، په لوړو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمالي وړاندوینه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو ګڼ شمېر هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.
بلخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي افغانستان اوس د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمنونکی دی، چې د افغانستان پر چاپېریال، اقتصاد او نفوس یې ناوړه اغېز کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس