د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان (دوشنبې، د لړم ۲۱مه) له اسراییلو وغوښتل چې د ایران ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او په خاوره یې له برید کولو څخه ډډه وکړي.
شهزاده محمد بن سلمان په پایتخت ریاض کې د عرب لیګ او اسلامي همکارۍ سازمان ګډې سرمشریزې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید اسراییل اړ کړي چې “ د ایران د اسلامي جمهوریت ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې سرغړونه ونه کړي.”
سعودي عربستان او ایران د تېر کال د اکتوبر په اوومه په جنوبي اسراییلو باندې د حماس له برید وروسته، په غزه کې د جګړې د مخنیوي لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه په لوړه کچه اړیکې ساتلې دي.
دا اړیکې د دې لامل شوې چې په غزه کې د جګړې له پیل پنځه ورځې وروسته شهزاده محمد بن سلمان او د ایران د هغه وخت ولسمشر ابراهیم رئیسي په لومړي ځل تلیفوني خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په میاشت کې سعودي عربستان اعلان وکړ چې په عمان سمندرګی کې له ایران او څو نوروهېوادونو سره پوځي تمرینونه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس