د کونړ پوهنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي لګښت د یو ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري، د یاد ښوونځي د پرانېستې پرمهال ویلي، دا ښوونځي د خاص کونړ ولسوالۍ «لوټانو» سیمه کې د دوه میلیون افغانیو په لګښت د نهه میاشتو په موده کې جوړ شوی.
د هغه د معلوماتو له مخې یاد ښوونځی ۹ درسي خونې لري، چې په جوړېدو سره یې د نږدې څلور سوه زده کوونکو د سرپناه د نشتوالي ستونزه حل شوه.
د نوموړي په خبره د دې ښوونځي ودانۍ په امریکا کې د «حداد کلتوري مرکز» په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
کونړ د هېواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې لا یې هم په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او د زیاتره زده کوونکي یې د تدریس پرمهال له ستونزو سره مخ دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس