Home » سیمه او نړی » منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

منځني ختیځ ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د(دوشنبې،د تلې۳۰مه)منځني ختیځ ته تللی او په غزه کې یې د اوربند په تړاو تازه هڅې پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې منځني ختیځ ته د بلینکن د سفر موخه د حماس د مشر له وژل کیدو وروسته د وضعیت ارزول او د دې سیمې د راتلونکي په اړه څېړنه ده.

نوموړی داسې مهال منځني ختیځ ته سفر کوي چې دوه اوونۍ وروسته په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کیږي.

دا له تېر اکټوبر د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د بلېنکن یوولسم سفر دی.

خو کارپوهان وایې چې د امریکا د ولسمشریزو انتخاباتو مخکې د اوربند په تړاو دا ډول هڅې به بې پایلې وي.

انټوني بلېنکن له دې سربېره اردن او دوحې ته هم د سفر خبر ورکړی دی.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې اسرائیلي پوځ په غزه او لبنان کې خپلو پوځي عملیاتو زیات کړی او سیمه د ایران د توغندیو د برید په وړاندې د اسرائیلو ځواب ته انتظار باسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...