Home » افغانستان » د هواپېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

د هواپېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی

د هواپېژندنې ادارې نن(سه شنبه،د لړم لومړۍ) سبا او بل سبا د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

باختر دولتي اژانس د افغانستان د هوا پېژندې ادارې او نړیوالو بنسټونو په حواله خبر ورکړی، چې د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په ځینو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له دې څه موده وړاندې د یوناما مشرې ویلي و، وروستیو سیلابونو یو ځل بیا دا په ډاګه کړه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له ډېرو زیانمنونکو هېوادونو دی او دا سېلابونه یوه بله یادونه وه چې په افغانستان کې د طبيعي افتونو د مخنیوي لپاره اقدامات اړین دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...