Home » سپورټ » افغان الف کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

افغان الف کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه

د اسیا د ایمرجینګ کرکټ جام سیالیو په لړ کې د افغانستان الف«ابدالیانو» لوبډلې بنګله دېش الف لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

دغه سیالي تیره شپه ترسره شوه چې په کې بنګله‌‌دېش د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

په افغان توپ‌ اچونکو کې بلال سمیع، قیس احمد، شرف‌الدین او کریم جنت یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې افغان ابدالیانو د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوی هدف په شلم اور کې پوره کړ.

د افغان ابدالیان په بریا کې تر ټولو مهم رول صدیق الله اتل ولوباوه، چې په ۵۵ توپونو ۹۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا د اسیا ایمرجینګ په سیالیو کې د افغان لوبډلې پرله ‌پسې دویمه بریا وه.

ټاکل شوې افغان الف لوبډله د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه سبا سه شنبه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...