د حزب الله یوې جګپوړې سرچینې د شنبې په ورځ د تلې په ۱۴ مه اعلان کړی، چې د حزب الله د وژل شوي مشر سید حسن نصرالله له احتمالي ځایناستي هاشم صفی الدین سره د جمعې له ورځې راهیسې د اسراییلو د هوايي برید له امله اړیکه پرې شوې ده.
د امریکا غږ د راپور له مخې، دا برید چې ویل کېږي د بیروت په جنوب کې د ځمکې لاندې پټنځای کې هاشم صفی الدین په نښه شوی و، د حزب الله په وړاندې د اسراییلو د پراخو عملیاتو د یوې برخې په توګه ترسره شوی.
د لبنان امنيتي سرچينو هم تاييد کړې، چې د بيروت په جنوبي څنډه کې د حومه او ضاحیه په سيمه کې د اسراييلو هوايي بريد د مرستندويه ځواکونو د رسېدو مخه نيولې ده.
د حزب الله دغه چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «له سید صفی الدین سره د بیروت په جنوبي څنډو کې له خونړیو بریدونو وروسته اړیکه پرې شوې ده.»
خو د فرانسې خبري اژانس د راپور په غبرګون کې حزب الله په یوه بیان کې اعلان کړی چې په دې اړه یې کوم رسمي نظر نه دی خپور کړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس