Home » سیمه او نړی » ایران کې د حماس ډلې مشر ووژل شو

ایران کې د حماس ډلې مشر ووژل شو

د ایران «سپاه پاسداران» ځواکونو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په پلازمېنې تهران کې د حماس ډلې مشر «اسماعیل هنیه» وژل شوی دی.

یادو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپره ولو سره ویلي، چې اسماعیل حانیه د اوسیدو په ځای کې د برید پرمهال وژل شوی خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دا برید چا کړی.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د یاد برید پرمهال د هنیه یو ساتونکی هم وژل شوی.

بلخوا د حماس ډلې ویلي چې مشر یې تهران کې د ایران د نوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تللی و.

په همدې حال کې د حماسې ډلې پر وړاندې سر سخته هیواد اسرائیلو هم تراوسه د حماس ډلې د مشر د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د اسماعیل هنیه درې زامن هم په غزې کې د اسرائیل په هوایي برید کې وژل شوي وو.

دا برید چې د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې شوی و، د حماس د مشر درې لمسیانې او یو لمسی هم وژل شوي و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...