راپورونه وایې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب ادوغان د یکشنبې په ورځ (د اسد ۷ مه) ویلي، ښايي د اسرائیلو په مقابل کې د فلسطينيانو مرستې ته ورشي.
اردغان په ټینګار سره ویلي لکه څرنګه چې هیواد یې په تیرو وختونو کې د لیبیا او نگرونی قره باغ په شخړو کې داخل شوی و، ممکن اسراییل ته هم ننوځي. خو ده څرګنده نه کړه چې ترکیه به څه وخت او څه ډول دغه اقدام کوي.
نوموړي دغه راز د غزې په تړانګه کې د حماس ډلې پر وړاندې د اسرائیلي ځواکونو پر عملیاتو هم نیوکه کړې او د بشریت تاریخ تر ټولو ستر خیانت بللی دی.
هغه همدارنګه د خپل هیواد د دفاعي صنعت د ستاینې په ترڅ کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د جګړې په اړه هم خبرې پیل کړې.
تراوسه اسراییلي چارواکو د ترکیې د ولسمشر د دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
اردوغان له دې وړاندې اسراییل یو ترهګر دولت بللی او پر غزې د اسراییلو بریدونه یې غندلې دي.
له دې وړندې هم ترکیې په ۲۰۲۰ کال کې په لیبیا کې د ملي یوالي د حکومت د ملاتړ لپاره خپل پوځیان دغه هیواد ته استولي وو، چې وروسته بیا دغه هیواد د ملګرو ملتونو له لخوا په رسمیت وپيژندل شو.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس