Home » افغانستان » سویس د افغانستان له خلکو سره نږدې دوه میلیونه ډالر مرسته وکړه
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

سویس د افغانستان له خلکو سره نږدې دوه میلیونه ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې سویس هېواد له افغانستان سره ۹.۱ میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې ده.

اوچا نن یکشنبې په خپله اېکس پاڼه د دغه خبر په خپرولو سره له سویس هېواد څخه مننه کړې ده.

اوچا ویلي چې دا مرسته د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دا نه دي ویلي چې دا پیسې به په کومه برخه کې مصرف شي.

د ویلو ده چې سویس تېره میاشت هم د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څلور میلیونه ډالره مرسته کړې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...