د افغانستان بانک وايي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ د ارزښت لوړولو او ثبات په موخه به نن چهارشنبې ۱۷میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
د افغانستان بانک په شرایطو برابر له ټولو بانکونو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د ویلو ده چې په وروستیو اوونیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټ شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس