د اردن د فوټبال ملي لوبډلې د اسيا ملتونو فوټبال سياليو کې یوې په زړهپورې لوبې سره د عراق لوبډلې ته د ۳-۲ په توپير ماتې ورکړې او د دغو سياليو بل پړاو ته یې لار پیدا کړې ده.
په دې لوبه کې د اردن د فوټبال ملي لوبډلې لپاره «یزن النعیمات، یزدان العرب او الرشدان» او همداراز د عراق ملي لوبډلې لپاره «ایمن حسین او سعد الناجي» ګولونه وکړل.
د ویلو ده چې د دې سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې به د اردن د فوټبال ملي لوبډله د تاجکستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس