Home » سیمه او نړی » ایران له اسرايیلو سره د همکارۍ په تور څلور کسان اعدام کړل

ایران له اسرايیلو سره د همکارۍ په تور څلور کسان اعدام کړل

ایراني رسنیو د اسراییلو له استخباراتي ادارې (موساد) سره د همکارۍ په تور د څلورو زندانیانو د اعدامېدو خبر ورکړی دی.

 د راپورونو له مخې، د «محمد فرامرزی، محسن مظلوم، وفا آذربار او پژمان فاتحی» په نومونو دا څلور کسان د کردستان د کوملي ګوند غړي  وو او نن دوشنبه په «قزل حصار» زندان کې اعدام شوي دي.

راپورونه ښیي چې یاد کسان د عراق د کردستان  له لوري په غیرقاني توګه ایران ته دننه شوي وو او غوښتل یې چې په اصفهان کې د ایران د دفاع وزارت اړوند په یوه تولیدي کارخونه کې چاودنه وکړي، خو له عملیاتو وړاندې نیول‌ شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...