Home » افغانستان » کندز کې د حکومت ۲۰ سرتېري له بنده خوشې شول
رویداد خبري آژانس

کندز کې د حکومت ۲۰ سرتېري له بنده خوشې شول

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي په کندز ولایت کې د حکومت ۲۰ تنه سرتېري له بنده خوشې شوي دي. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ پر ټویټر لیکلي دا خبره کړې ده.

دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو د هغې لړۍ په دوام کېږي چې د سولې بین‌الافغاني خبرو ترسره کېدو لپاره پیل شوې ده.

تر اوسه پورې افغان حکومت شااوخوا څلور زره وسله‌وال طالبان له بنده خوشې کړي او وسله‌والو طالبانو بیا تر ۵۰۰ ډېر افغان ځواکونه له بنده خوشې کړي دي.

طالبانو داسې مهال د نویو ۲۰ کسانو د خوشې کېدو خبره کړې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی تخنیکي ډله د پاتې طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار کوي.

د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره باید افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او وسله‌وال طالبان باید زر تنه افغان سرتېري چې له دوی سره په بند کې دي، خوشې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...