پاکستاني چارواکو ویلي په تورخم کې د ترانزېټ او باروړنکو موټرو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابروي او په غلام خان بندر کې به د ترازېټ په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
پاکستاني چارواکو ویلي، اوسمهال په تورخم کې د افغان سوداګرو تر درې زرو پورې کانټینرې بند پاتې دي او دوی پلان لري چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره دغه ستونزه ختمه کړي.
پاکستان وایي، د شمالي وزيرستان د غلام خان له لارې د ترانزېټ لپاره له افغان چارواکو سره خبرې کوي او د جنوبي وزيرستان د انګور اډې او د کرمې د خرلاچي لارې ته به روانه اوونۍ یو پلاوی ولېږي.