د امريکا بهرنيو چارو وزارت په هايټي هېواد کې د ماوزو او کريز بيري دوو ډولو د درېيو مشرانو پر سر د ترسره کړو جرمونو امله د يو- يو ميليون ډالرو نغدي جايزه اعلان کړې.
دې وزارت بېګاه شپه د (لړم په ۱۵مه) اعلان وکړ، د هغو مالوماتو په بدل کې چې پر بنسټ يې د يادو رېيو کسانو په نيولو او يا هم د دوی په محدولو کې همکاري کوي، يو ميليون ډالر نغدي جايزه ورکوي.
په دې کسانو کې د لانمو سنجو چې مستعار نوم يې جوزف وېلسن دی او جرمين سټيفنسن چې پر ګاسپيای مشهور دی د ماوزو ډلې دوه مشران او د کريز بيري ډلې مشر ويټل اينوسينټ شامل دي.
دا درې واړه کسان د ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګټوبر په ۱۶مه د هايټي له ګانټير ښار څخه د ۱۶ امريکايي او يوه کاناډايي مذهبي مبلغ په تښتولو کې پر لاس لرلو تورن دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې په يادو تښتول شوو کسانو کې ۱۲ سړي او ۵ تنه ماشومان شامل وو.
په اعلاميه کې زياته شوې، د هايټي جرمي ډلو پر مشرانو دا جايز د بهرنيو چارو وزارت د سازمان شوو جرمونو د مخنيوي پروګرام په چوکاټ کې وضعه شوي او د اعلاميې له مخې، دا کار به د هايټي له خلکو سره دغلته د جرمونو په کمولو کې مرسته وکړي.