Home » افغانستان » ملګرو ملتونو؛ د افغانستان زلزله ځپلو ته د کورنو جوړولو چارې پيل کړې

ملګرو ملتونو؛ د افغانستان زلزله ځپلو ته د کورنو جوړولو چارې پيل کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی، چې د افغانستان په سوېل  لوېديځو ولايتونو کې يې د زلزلې پر وړاندې د مقاومت کوونکو ۲۳۰۰ کورنو د جوړولو چارې عملا پيل کړي دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې نن سې‌شنبه د (وږي په اوله) په خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د يادو کورونو پر جوړولو به ۱۴ ميليونه ډالر لګښت راشي.

په افغانستان کې د کډوالو عالي کميشنرۍ استازي ليونارد زولو ويلي، چې زلزله ځپلو ته د زلزلې پر وړاندې د مقاومت لورونکو کورنو جوړول، له يادو خلکو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ په ډاګه کوي.

له دې وړاندې طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارواکې د دولت وزارت چارواکو ويلي و، چې له زلزله ځپلو کورنيو سره مرستې شوي او اوس د دې وخت دی، څو يادو کورنيو ته د سرپنا په موخه کورونه جوړ شي.

په افغانستان کې وروستۍ زلزلې د پکتيکا په ګيانو او د خوست په سپيرې ولسواليو کې له ۱۱سوو کسانو ډېر شهيدان او شاوخوا ۱۸سوه نور يې ټپيان کړل.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...