ډاکټر عبدالله عبدالله نن يکشنبه د (زمري په ۳۰مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر يا يوناما له سرپرست مارکوس پوټزيل سره ليدلي.
په دې ليدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعيت او دغه راز له افغانستان سره په راتلونکي کې پر لا زياتو همکاريو بحث او خبرې شوي دي.
په ورته وخت کې عبدالله عبدالله له ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو غوښتي، چې د وروستيو سختو سيلابونو له امله له زيانمنو شوو افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
د يوناما سرپرست مارکوس پوټزيل هم ډاډ ورکړی، چې سيلاب ځپلو سيمو ته د مرستو په رسولو کې به ملګري ملتونه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

وروستيو سختو سيلابونو په ګڼو ولايتونو په ځانګړې توګه په لوګر کې خلکو ته د سر او مال پراخ زيانونه اړولي دي. د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د تېرې شپې سيلابونو له امله، د لومړنيو شمېرو له مخې ۱۰ تنه شهيدان شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.