د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې تايوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نانسې پلوسې سفر غندلی دی.
نوموړي پرون په ټکزاس ايالت کې خپلو پلويانو ته د وينا پرمهال نيوکه کړې، چې نانسې پلوسې تايوان ته په سفر کولو سره لوبه د چين په لاس کې ورکړه او په خبره يې د بايډن اداره هغه څه کوي، چې زړه يې غواړي.
ټرمپ د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسې پلوسې ته په خطاب کې ويلي، چې دا ښځه امريکا ته ګډوډي راوړي او بس.
نوموړي زياته کړې، که په اوس کې خپله دی د امريکا ولسمشر وای، نو نانسې پلوسې به ترې تايوان ته سفر نه وای کړی او نه به يې هم دا اجازه ورکړې وی، چې امريکا ګډه وډه کړي.
تېره اوونۍ د چين له اخطارونو سره سره نانسې پلوسې تايوان ته لاړه او دغلته يې د نوموړي هېواد له چارواکو سره دوه اړخيزه اړيکو پر پرختيا او د ډيموکراسۍ پر تحکيم خبرې وکړي.
له هماغې ورځې چين تايوان ته نږدې پوځي مانورونه پيل کړل او په دې مانورو کې له خپلې ټولو پوځي امکانات کار استفاده کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس