Home » اقتصادی » پر اوکراين له بريد وروسته نن له دې هېواد د غنمو لومړۍ جوپه صادرېږي

پر اوکراين له بريد وروسته نن له دې هېواد د غنمو لومړۍ جوپه صادرېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) د اوکراين له اوډيسا بندري ښار څخه پر غنمو بار يوه بېړۍ حرکت وکړي.

دا کار د هغې هوکړې په چوکاټ کې کېږي، چې په تېره جولای کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د روسيې او اوکراين ترمنځ په ترکيه کې په دې موخه وشوه، چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراين غنمو صادرولو ته يوه خوندي لار جوړه شي.

له هوکړې وروسته په دې صادرېدونکې لومړۍ جوپه کې ۲۶زره ټنه غنم بار دي او د يادې هوکړې له مخې به، په مياشتنۍ توګه له اوکراين څخه ۵ ميليون مټرک ټن غنم نړۍ ته صادرېږي.

د اوکراين د زيربناوو وزير اليکساندر کوبراکوف هم نن له اوډيسا څخه د غنمو لومړۍ جوپې صادردېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې دا کار پر اوکراين د روسيې له بريد وروسته د لومړي ځل لپاره کېږي.

 د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د روسيې او اوکراين ترمنځ د تور سمندرګي له لارې د اوکراين غنمو د صادرولو هوکړه په نړۍ کې د خوړو د کموالي له منځه وړلو په موخه مهمه ده.

دا هوکړه په دې موخه شوې، چې د غنمو د لوی صادروونکي هېواد په توګه له اوکراين څخه د غنمو په صادرېدو سره، په نړۍ کې د خوړو د رامنځته شوې قحطۍ مخه ونيول شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کونړ

کونړ کې راستانه شويو هېوادوالو ته پنډغالی پرانستل شو

د کار او ټولنیزو چارو ...