د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل د خپلو سرچينو په حواله ادعا کړې چې د امريکا بېپيلوټه الوتکې نن يکشنبه د (زمري په ۹مه) سهار مهال د کابل په هوا کې ګرځيدلي دي.
نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې يادو الوتکو د کابل ښار په ځينو سيمو کې د داعش ډلې پر پټنځايونو بمبار کړی. نبيل زياته کړې، چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د امريکا متحده ايالت له طالبانو سره د داعش ډلې په ځپلو کې همکاري کوي.
نوموړي ويلي، چې طالبان د هېواد د مديريت او کنټرول وړتيا نه لري او له همدې کبله يې دا اندېښنه مطرح کړې، چې ښايي افغانستان به يو وار بيا د ترهګرو پر خوندي پټنځي بدل شي.
نن سهار په کابل کې په پرلپسې توګه د څو چاودنو غږ وا ورېدل شو. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمنافع ټکو په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې چاودنه په شيرپور سيمه کې پر يوه خالي کور د راکېټ لګېدو له امله رامنځته شوې او هېچا ته په کې زيان نه دی اوښتی.
تر اوسه حکومتي چارواکو د رحمتالله نبيل دې تازه څرګندونو په اړه چې په کابل کې دنننۍ چاودنې په تړاو يې کړي، څه نه دي ويلي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس