په بلوچستان کې د وروستيو زياتو بارانونو د اورېدو له امله د دې سيمې په ډېرو ولسواليو کې سيلابونه را وتلي او ځايي اوسېدونکو ته يې د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
د بلوچستان د طبيعي پېښو د تنظيم صوبايي ادارې ويلي، چې تر دې مهال د سېلابونو له امله ۷۶ کسان مړه شوي، ۵۲ ټپيان، ۵زره کورنه وران او دغه راز ۷زره نور کسان زيانمن شوي دي.
د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزېرې شيري رحمان دا بارانونه د اقليمي بدلون پايله بللې او زياته کړې يې ده چې ښايي تر راتلونکي ګسټ مياشتې پورې دوام وکړي.
د بلوچستان حکومت ۱۰ ولسوالۍ د سېلابونو له امله زيانمنې شوې اعلان کړي دي؛ خو په ځانګړې توګه يادو سيلابونو ډېر زيان په کووټه، دوکۍ، ژوب، پښين، ګوادر، کلاسېفالله، تربت او پنجګور کې اړولی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس