د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال په مشرۍ د دې هېواد پلاوی پرون دوشنبه مازدېګر مهال د (چنګاښ په ۲۷مه) کابل ته رسېدلی دی.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد بېګاه شپه په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې د پاکستان له دې پلاوي سره به په سوداګرۍ، ټرانزیټ، ډبرو سکرو او د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشي.
له دې وړاندې پاکستاني خبريال طاهرخان د پاکستان د حکومت يوې سرچينې له قوله ويلي و، د پاکستاني پلاوي د سفر په اجنډا کې مهمه مسئله چې بحث به پرې وشي، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول دي.
نوموړي د يادې سرچينې له قوله زياته کړې، چې ښايي د افغانستان او پاکستان چارواکي له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرولو په موخه پر يوه هوکړه هم غور وکړي.
دامهال د افغانستان سرپرست حکومت د ډبرو سکرو د يوه ټن بيه له ۹۰ ډالرو څخه ۲سوه ډالرو ته پورته کړې، چې د ماليې او نورو لګښتونو له تاديې وروسته د يو ټن ډبرو سکرو بيه ۲۸۰ ډالرو ته رسېږي.