چينايي چارواکو يو وار بيا پر امريکا تور پورې کړی چې ګواکې د افغانستان په اړه د نوموړي هېواد ناسم سياستونه د دې لامل شوي، څو په افغانستان کې اقتصادي ناورين سخت او دوام وکړي.
په کابل کې د چين سفير وانګ يوو پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) افغاني سرې مياشتې ټولنې ته د وروستۍ زلزلې له ځپلو کورنيو سره د چين مرسته شوو توکو د سپارلو پرمهال ويلي، په داسې حال کې چې امريکا له اوکراين سره د ۴۳ مېليارد ډالرو مرسته کوي؛ خو په خبره يې په افغانستان کې پر ناورين سربېره يې بيا هم د نوموړي هېواد قانوني شتمني کنګل کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ په کنګل کولو سره ډېر شمېر افغانانو د سهار او بېګاه لپاره د ډوډۍ اخيستلو توان له لاسه ورکړی دی.
د دې ترڅنګ وانګ يوو له افغانستان سره د چين د مرستو يادونه هم وکړه. نوموړي ويلي، چې په نوې کمکي بسته کې ۱۸ ډوله بېلابېلو خوراکي توکي او ۲سوه زره نغد ډالر موجود دي چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري به په خوست او پکتيکا کې پر زلزله ځپلو کورنيو ووېشل شي.
نوموړي ويلي، چې له زلزلې راهيسې چين له افغانستان سره د ۳۲۰ ټنو په اندازه چې ټول ارزښت يې ۷.۳ ميليون ډالر کېږي، مرسته کړې ده.