د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزيرانو پرون جمعه د (غويي په ۹مه) د قطر د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ له وزيرې مريم المسند ليدلي دي.
د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، افغان پلاوي د المسند د کار ساحه او مسووليت دروند وباله او نوموړې ته يې بلنه ورکړه چې د ميرمنو، يتيمانو او معلوليت لرونکو کسانو د وضعيت ارزونې او په دې برخه کې د قطر خيريه بنسټونو له لارې ماشومانو، ميرمنو او نورو اړینو برخو کې د خدماتونو وړاندې کولو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.
بلخي زياته کړې، د دې لېدنې په پای کې پرېکړه شوې چې افغانستان ته دې د قطر يو پلاوی سفر وکړي، څو په خبره يې دغه پلاوی وکولی شي په دې هېواد کې د خپلو خيريه بنسټونو د دفترونو په پرانېستلو سره، بېوزله افغانانو ته د مرستو رسولو لار هواره شي.
د افغانستان سرپرست حکومت دغه پلاوی تېره اوونۍ د يو شمېر هوايي ډګرونو د تخنيکي مديرت د قرارداد پر سر د بحث په موخه قطر ته تللی؛ خو تر اوسه په دې برخه کې له ياد لوري سره مطلوبې پايلې ته نه دی رسېدلی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس