د دوی په خبره، ياد کسان په افغانستان کې د سياسي بېثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله ايران ته روان دي او زياتوي چې ايران ته د تلونکو افغانانو له ډلې ۲نيم زره هغه يې قانوني اسناد لري.
د سلامقلعې بندر د کميسارۍ مرستيال همايون همت له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دغه شمېر افغانان د همدې بندر او د نيمروز له لارې ايران ته ځي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره، ګاونډيو هېوادونو او له ډلې يې ايران ته د افغانان کډوالي زياته شوې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ د يوه راپور له مخې، له ۲۰۲۰ زېږديز کال را په دېخوا ايران دويم هېواد دی چې زيات شمېر افغان کډوال ور مات دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس