Home » سیمه او نړی » قزاقستان کې د وروستيو نااراميو له امله ۳۲۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

قزاقستان کې د وروستيو نااراميو له امله ۳۲۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپوټنيک خبري اژانس د قزاقستان کورنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د وروستيو اعتراضونو او لاريونونو له امله ۳۲۵ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبل اوښتې.

په راپور کې زياته شوې، د قزاقستان په بېلابېلو سيمو کې د لاريونو پرمهال ۸ تنه پوليس او د ملي ګارد سرتېري وژل شوي او ۳۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

له دې سره د قزاقستان ولسمشر قسیم جمرت توکایف بيا د کابينې استعفا منلې او اعلان يې کړی چې د امنیت شورا مسووليت يې په خپله عاړه اخيستی او د وضعيت نورمالولو لپاره به هر راز هڅې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...