د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي پر محبس د وسله والو په برید کې د افغان ځواکونو په ګډون لږ تر لږ ۲۱ کسه ملکیان او بندیان وژل شوي او تر ۴۳ کسه نور ټپیان شوي دي.
هغه وایي چې تر دې دمه ۳ بریدګر وژل شوي دي. نوموړي دغه راز ویلي چې تر زرو پورې بندیانو د تښتې هڅه کوله خو امنیتي ځواکونو بېرته نیولي دي. بلخوا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي چې تر دې دمه د پېښې له سیمې ۲۰ جسدونه او تر ۴۳ پورې ټپیان وروړل شوي دي.
لا هم په جلال اباد ښار کې جګړه روان ده
ښاغلي خوګیاني پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې ډېر ژر به پاتې بریدګر هم له منځه یووړل شي.
تېر ماښام لومړی د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم بريد او تر هغه وروسته یوشمېر وسله والو له یوې پلازه څخه پر محبس ډزې پيل کړې.
“امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول باندې تر خپل کنټرول لاندې راوستی،لومړني مالوماتو له مخې تر اوسه درې بريدګر وژل شوي خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړی په کې ميشت وو،په ډير احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري،تر څو پاتې بريد ګر په کې ووژل شي.”
په ننګرهار کې د تېرې ورځې برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی