Home » افغانستان » ننګرهار کې د سختو ورښتونو له امله ۲۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې
رویداد خبري اژانس

ننګرهار کې د سختو ورښتونو له امله ۲۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ  اړوند قلعتک قریې زوړ سیمه کې د شدیدو ورښتونو له امله ۲۰تنه مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې نن شنبه د زمری ۱۰مه د سهار شااوخوا ۴بجې د دې ولایت په  ښېوې ولسوالۍ کې دشدیدو ورښتونو له امله د یوې ښځې ۱۷ ماشومان وژل شوي او درې تنه نور تپیان شوي او یو بل تر دې دمه نادرکه دی.

ښاغلي خوګیاني په وینا په دغه پېښه کې سلګونه جریبه ځمکه او په لسګونه کورونه ویجاړ شوې دي.

رویداد خبري آژانس

بل لوري ته د مروارید کانال چې په دغه سیمه کې د ناکامورا له خوا جوړ شوی وه، د زیاتو سیلابونو قلعتک کلي کې په بشيړه توګه ویجاړ شوی دی.

د قلعتک د کلي ملک میراقارویداد خبري اژانس خبریال سره په خبرو کې ویلي چې ورښتونه د شپې ۳:۳۰بجې پیل شول چې د ډېر تیزوالي له امله خلکو ته په کې مالي او ځاني زیان اوښتی نوموړي زیاته کړې چې د دې ولایت  حکومتي چارواکو تر رارسیدو مخکې دوی خپله لاسه پکار شوي او خلکو سره یې مرسته کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت په خوګیانو اچین او شینوارو ولسوالیو کې هم د ورښتونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کونړ

کونړ کې راستانه شويو هېوادوالو ته پنډغالی پرانستل شو

د کار او ټولنیزو چارو ...