ايراني چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته بيا ځينې هېوادونه غواړي چې دغلته نيابتي جګړه پيل کړي.
د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته خپل سفر په ترڅ ويلي، يو شمېر هېوادونه سر له اوسه په دې هڅه کې چې دي چې افغانستان بيا د نيابتي جګړې پر ميدان بدل کړي او د دې کار لپاره په افغانستان کې ترهګري پلمه کوي.
نوموړي زياته کړې ايران دامهال د افغانستان په اړه د سيمې هېوادونو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه، هغه څه چې په افغانستان کې تېر شول، ارزوي.
له دې سره پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د سيمې هېوادونو د استازو په يوه انلاين کنفرانس کې د خبرو پرمهال ويلي، وروستيو پېښو ته په پام سره اوس هم داسې هڅې کېږي چې په افغانستان کې جګړه دوام پيدا کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس