د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون ناوخته د (لړم په ۱۹مه) د يوې خپرې کړې اعلاميې له لارې په ميانمار کې پر روان وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد پر پوځ او مخالف لوري يې د تاوتريخوالي درولو غږ کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اعلاميه کې راغلي، د ميانمار په چېن سيمه کې د پوځ او مخالفانو ترمنځ جګړې د عامو خلکو ژوند له سختيو سره مخ کړی او اړتيا ده چې دواړه لوري د خبرو له لارې ستونزې ته د حل پيدا کولو په لټه کې شي.
په اعلاميه کې غوښتل شوي چې په بېړه د تاوتريخوالي په بندولو سره دې، وضعه شوي محدوديتونه لرې، د خلکو ژوند دې خوندي او دغه راز دې مرسته رسوونکو بنسټونو او روغتيايي کارکوونکو ته د فعاليت زمينه برابره شي.
د ميانمار پوځ تر اوسه د ملګرو ملتونو دې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي. د روان کال په تېره فيبروري کې د ميانمار پوځ د انسانسوچي په مشرۍ ملکي حکومت وپرځوه او د دغه هېواد ټولې واګې يې په لاس کې ونيوې. چې ورسره سم په دې هېواد کې له قومي لږکيو تشکيل شوې مليشې او پوځ ترمنځ جګړه پيل شوه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس