په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې قبايلي ضلعې په مرکز ميرانشا کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته سخته نښته شوې ده.
د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې په سيمه کې پاکستاني پوځيان پر عملياتو بوخت وو.
په خبرپاڼه کې يوازې د دوو تنو پوځيانو وژل کېدل تائيد شوي، خو ځايي سرچينې وايي چې په ياد نښته کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، دغه نښته کې له ۷ تنو ډېر پاکستاني پوځيان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه تحريک طالبان پاکستان او يا هم کومې بلې ډلې د دغه بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تحريک طالبان پاکستان چې په قبايلو کې فعاله ډله ده، تل پر پاکستاني پوځيانو د ورته خونړيو بريدونو مسووليت منلی دی.
په دې وروستيو کې پاکستاني پوځيانو او امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه کېږي چې په ترڅ کې درنه ځاني مرګ ژوبله ګالي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس