Home » 2024 (page 28)

Yearly Archives: 2024

امریکا کې د هلن توپان؛ د مړو شمېر۹۳ کسانو ته لوړ شوی

امریکايي چارواکو پرون ناوخته (یکشنبې، د تلې ۸مه) ویلي د هلن توپان له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۹۳کسانو ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې، یوازې د شمالي کرولینای ایالت یکشنبې د ۳۰ کسانو د مړه کېدلو خبر ورکړی، په ورته وخت کې د ژغورنې ډلې هڅه ...

Read More »

په لغمان او ننګرهار کې بارانونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولې دي. د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي امر، انجینر عبیدالله الکوزی وایي، چې تېر ماښام (یک شنبې، د تلې ۸مه) د مهترلام اړوند بابا صیب، الینګار، الیشنګ او ...

Read More »

د یوناما نوې استازې کابل ته راغله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې جورجټ ګانیون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازې د سیاسي مرستیالې په توګه کابل ته راغلې ده.پ یوناما په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې مېرمن ګانیون د خپلې دندې د پیلولو ...

Read More »

ایران کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په دغه هېواد کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي. یاد سازمان پرون (شنبې، د تلې ۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د وږي له ۲۶مې نیول شوي وو او تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز ...

Read More »

رویټرز: د ایران مشر علي خامنه‌ای خوندي ځای ته لېږدول شوی

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنه‌ای په ایران کې د سختو امنیتي تدابیرو سره خوندي ځای ته لېږدول شوی دی. رویټرز نن (شنبه د تلې ۷مه) لیکلي چې دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د اسراییلو په برید کې د لبنان ...

Read More »

اسراییل: حسن نصرالله ووژل شو

اسراییلي پوځ اعلان کړی چې د لبنان د حزب الله مشر، حسن نصرالله د جمعې په ورځ په بیروت کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر په بریدونو کې وژل شوی دی. د اسراییلو پوځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “حسن نصرالله نور نشي کولی نړۍ په وحشت کې واچوي.” ...

Read More »

د افغانستان «خبریالانو او خپلواکو رسنیو» د کاناډا -بريټانیا د خپلواکۍ جایزه وګټله

د کاناډا – بريټانیا د مطبوعاتو د ګډې خپلواکۍ جایزه د افغانستان «خبریالانو او خپلواکو رسنیو» ته ورکړل شوه. دا جایزه په هغه مراسمو کې چې پرون شپه (جمعه، د تلې ۶مه) په نیویارک ترسره شول د افغانستان د خبریالانو او خپلواکو رسنیو په استازیتوب د امو ټلویزیون اجرایي مدیر ...

Read More »

نتنیاهو: په ایران کې داسې ځای نشته چې د اسراییلو لاس ور ونه رسېږي

د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو، جمعه د تلې شپږمه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چې اسراییل په ایران کې د هغو ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې په مبارزه کې بریالي دي چې پر هېواد یې د اکټوبر د اوومې بریدونه ترسره کړي ...

Read More »

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۷ میلیارد ډالر پور ورکړ

د پیسو نړیوال صندوق وایي، پاکستان ته یې د ۷ میلیارد ډالرو پور په ورکولو هوکړه کړې، خو دغه قرارداد لا هم د دې سازمان د اجراییوي بورډ تصویب ته په تمه دی. د پیسو نړیوال صندوق په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د دغه نوي ۳۷ میاشتیني قرارداد ...

Read More »

روغتیا وزارت: په پروان کې سلګونه کسان په شدید اسهال اخته شوي

وروسته له هغې چې د پروان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په اوسېدونکو کې د یوې «نامعلومې ناروغۍ» د خپرېدو خبر ورکړ، د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې دغه کسان په اسهال اخته شوي دي. د پروان د والي ویاند، حکمت شمیم په یوه ویډیويي ...

Read More »