Home » 2024 (page 21)

Yearly Archives: 2024

ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو

روغتیایي مسوولان وایي چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس، مولوي امین الله شریف نن (دوشنبې،د لړم۶مه) د یاد کمپاین د پرانېستې پرمهال وویل، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به ۸ ...

Read More »

د مصر ولسمشر په غزه کې د دوه ورځیني اوربند وړاندیز کړی

د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي‌ په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی. د رویټر خبري اژانس د راپور له مخې، السیسي دغه اعلان (یکشنبې، د لړم۶مه) کړی دی، نوموړي د خپل وړاندیز په یوه برخه کې ټینګار کړی چې یو شمېر برمته شوي اسرایلیان د له ...

Read More »

افغان الف لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام اتلولي وګټله

افغان الف«ابدالیانو» لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو په پایلوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۴ کال اېمرجېنګ اسیا جام اتلولي خپله کړه. دا سیالي پرون (یکشنبې، د لړم۶مه)د عمان په الامارات کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه(ټاس) سریلانکا الف لوبډلې ...

Read More »

روسیه کې د یوې چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې څلور کسان مړه شوي

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کیروف سیمه کې د یوې چورلکې د نسکوریدو په پېښه کې څلور کسانو خپل ژوند بایللی دی. رسنیو (شنبه، د عقرب۵مه) د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت له قوله ویلي چې Mi-2 ډوله هیلیکوپټره د پخواني شوروي اتحاد پر مهال جوړه ...

Read More »

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبې، د عقرب۶مه) او سبا دوشنبه په ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی دی. یادې ادارې په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې د کونړ، لغمان، پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان په سیندونو کې ...

Read More »

نن د اسیا اېمرجېنګ جام په پایلوبه کې افغانستان له سریلانکا سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې د اسیا اېمرجېنګ جام سیالیو په پایلوبه کې افغان الف«ابدالیان»لوبډله له سریلانکا لوبډلې سره مخامخ شي. دا لوبه نن(یکشنبې، د لړم ۶مه) د عمان په کوربتوب د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي. افغان الف لوبډلې د جمعې په ورځ د یادو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د ...

Read More »

Ship Order Wedding brides: High Sites, Price & Steps To Get a Bride Internet

Content material Why Eu Mail Order Brides Can be extremely Beautiful? Best Mail Buy Brides Suppliers: Faq Match. com has https://medium.com/@mailorderbrideorg/asianmelodies-review-2024-everything-you-need-to-know-about-this-dating-site-659a39e2e98d pioneered the web relationship world since its unveiling in 95, and it’s not really exhausting to find out why. Simply choose the gender, the gender you are seeking to ...

Read More »

امریکا روسیې ته د شمالي کوریا د ۳ زرو سرتېرو د ورتګ خبر ورکړی

متحدو ایالتونو (چهارشنبې، د لړم ۲مه) ویلي چې شمالي کوریا د روانې میاشتې په سر کې روسیې ته ۳۰۰۰ سرتېري استولي،‌ هلته روزل کېږي او ټاکل شوې چې له روسي سرتېرو سره اوږه په اوږه د اوکراین په ضد وجنګېږي. د امریکا غږ د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ...

Read More »

د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۱ کسان ټپيان شول

اېمرجنسي روغتون اعلان کړی چې په کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي او دغه روغتون ته لېږدول شوي. د دې روغتون د اعلامیې له مخې، دا چادونه پرون (چهارشنبې، د لړم ۲مه) دوې بجې د سینمای پامیر سیمې اړوند او لیلامیو په یو بازار کې ...

Read More »

افغان الف کرکټ لوبډله نن له هند سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې نن (پنجشنبه، د لړم۳مه) د اسیا کرکټ ایمرجېنګ جام سیالیو په لړ کې د افغان الف«ابدالیان» او هند الف لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه ترسره شي. دا لوبه د کابل پر وخت ماښام ۶ بجې پيلېږي. د دې جام بله نیمه پایلوبه به د سریلانکا او پاکستان الف ...

Read More »