Home » 2024 » جولای (page 9)

Monthly Archives: جولای 2024

هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۴ سلنه ډېر شوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه د مې تر پایه شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د هغو معلوماتو له مخې چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې نن (سه شنبه د ...

Read More »

اوچا: د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو په بندېدو سره میلیونونه افغانان اړمن شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره یې د نړیوالې ټولنې څخه د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۲۲.۸ سلنه ترلاسه کړې چې دغه کمښت میلیونونو اړمنو افغانانو ...

Read More »

ملګري ملتونه: عمران خان په خپل سر نیول شوی او باید ژر تر ژره خوشی شي

د ملګرو ملتونو د خپلواکو کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بې له قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. دې پنځه کسیز پلاوي ټینګار کړی چې د ۷۱ کلن عمران خان د بند سزا د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ...

Read More »

ابوظبي کې د افغانانو لپاره د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش مرکز بیا فعالېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش د بیا پیل په موخه ابوظبۍ ښار ته یو ټیم استولی دی. دې ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ۱۰مه) ویلي چې په ابوظبۍ ښار کې به د برېښنايي پېژندپاڼو د ...

Read More »

پکتیکا کې ٣٦٠ تنه له نشه یي توکو رغېدلي کسان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه ٣٦٠ تنه زده‌کوونکو د نجارۍ، خیاطۍ او د تعمیراتي برېښنا په برخو کې تر شپږ میاشتینو زده‌کړو وروسته فارغ شوي دي.دغو کسانو ...

Read More »

د دوحې د ناستې دویمه ورځ له نشه یي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوه

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوحې غونډې دویمه ورځ پیل شوې ده. نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي چې د نن (دوشنبه، چنګاښ ۱۱) د غونډې موضوع د خصوصي سکتور ملاتړ او د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې په اړه ده. د افغانستان په اړه د دوحې ...

Read More »

غزه کې په یوه ورځ او شپه کې تر ۴۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د تېرې ورځې او شپې په اوږدو کې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۴۳ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۱ نور ټپيان دي.د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلو په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۷ زره ...

Read More »

د اسټرالیا په کارګر ګوند کې د «فاطمې پیمان» غړیتوب له فلسطین څخه د ملاتړ له امله وځنډول شو

اسټرالیا کې واکمن کارګر ګوند د یوې افغانې سناتورې فاطمې پیمان غړیتوب د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو له طرحې د ملاتړ له امله تر نامعلومې مودې ځنډولی دی. د استرالیا ABC نیوز پرون (یکشنبې، د چنګاښ په ۱۰مه) خبر ورکړی چې مېرمن پیمان په کارګر ګوند کې ...

Read More »