Home » 2024 » اپریل (page 4)

Monthly Archives: اپریل 2024

اروپایي ټولنه په افغانستان کې په سرطان د اخته ناروغانو ملاتړ کوي

ه افغانستان کې د اروپایي ټولنې څانګې ویلي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره یو ځای به په افغانستان کې د سرطان د اخته ناروغانو ملاتړ کوي. د دې څانګې مشرې، رافایلا یودیچه ویلي چې په کابل کې یې د سرطان د درملنې له یوازیني مرکز څخه لیدنه کړې ...

Read More »

پروسږ کال په غزني کې څه باندې ۳۰ زره پاسپوتونه ووېشل شول

په غزني کې د ا.ا د پاسپورت ادارې مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې د ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عوایدو په لرلو سره ۳۲ زره ۲۰۵ جلده پاسپورتونه وېشل شوي دي. د غزني د پاسپورت ادارې مسوولینو ویلي چې پروسږ کال په یاد ولایت کې د پاسپورت ادارې ۳۲ زره ...

Read More »

د کرکټ ملي لوبډلې ستوري، محمد نبي د کابل په لوېدیځ کې روغتون پرانیسته

د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري محمد نبي وایي چې د (ادې) روغتون یوه نوې څانګه یې د کابل په لوېدیځ کې پرانیستې ده. محمد نبي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د ادې بنسټ او «ادې» روغتونونو ګروپ توانېدلی چې د کابل ...

Read More »

د اختر په ورځو کې ترافیکي پېښو د ۵۰ تنو ژوند اخیستی

د ا.ا د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې، د اختر په څلورو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه شوي دي. باختر اژانس راپور ورکړی چې د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې شوې دي. د باختر اژانس د ...

Read More »

پاکستان یو ځل بیا تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ وتړله

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ تړلې ده. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو ویلي چې دا لاره پرون دوشنبې (د وري ۲۷مه) تړل شوې او لامل يې نه دی روښانه شوی. دې ریاست له وېزې ...

Read More »

بریـټانیا له اسراییلو غوښتي چې د ایران پر وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ونه کړي

د بریـټانیا د بهرنیو چارو وزیر «ډېویډ کامرون» د ایران د غچ اخیستونکي برید له ترسره کولو یوه ورځ وروسته له اسراییلو غوښتي چې د ایران پر وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ونه کړي. د رویټرز د راپور له مخې، کامرون نن د وري ۲۷مه له رسنیو سره په مرکه کې ...

Read More »

هرات کې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه

هرات کې د افغانستان – قزاقستان د سوداګرۍ ګډه خونه د ا.ا د سیمه‌ییزو چارواکو او په افغانستان کې د قزاقستان د سفیر له خوا پرانیستل شوې ده. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر «علیم خان یسین ګیلدییف» ...

Read More »

ا.ا پر اسراییلو د ایران ځوابي بریدونه «مشروع دفاع» بللې

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت پر اسراییلو د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو په ځواب کې ویلي چې ایران تیره شپه «مشروع دفاعي اقدامات» کړي دي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبې د وري ۲۶مه) په بیانیه کې ویلي: “صهیونیست رژیم په غزه کې د نسل وژنې ...

Read More »

غور کې د سیلابونو له امله څولارې وتړل شوې

د غور مسوولینو په یاد ولایت کې د سیلابونو اواورښتونو له امله د یو شمېر لارو د تړل کېدو خبر ورکړی او په وینا یې چې هلته خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.  د غور د ا.ا د والي ویاند، عبدالواحد حماس ویلي چې د شهرک، ساغر، تولک او د ...

Read More »