ټاکل شوې چې په راتلونکي مارچ کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان اړوند مسايلو په اړه په بيجينګ کې د چين په کوربهتوب سره جرګه شي. دغه اعلان د پاکستان بهرنيو چارو وزير چين ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ کړی دی. نوموړي ويلي، له چين سره هوکړه ...
Read More »Monthly Archives: فبروري 2022
د پاکستان پوځ: وسلهوالو د افغانستان له خاورې په ګټنې کورمه کې پر پوځي پوسته بريد کړی
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د کورمې ايجنسۍ په قمرمېله سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پو يوه پوسته د بريد پرمهال، وسلهوال د افغانستان له خاورې ور اوښتي وو. د پاکستان پوځ پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د جګړې پرمهال د ډيورنډ له کرښې پورې د ...
Read More »ملګري ملتونه: د اساما بن لادن زوی په افغانستان کې له ط.البانو سره لېدلي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه تازه راپور کې ادعا کړې چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اساما بن لادن زوی عبدالله په افغانستان کې له طالب مشرانو سره لېده کاته کړي دي. د امنيت شورا د بنديزونو د څار کميټې په دې راپور کې ويل شوي، عبدالله ...
Read More »کرمه کې پر پوستې د بريد پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي
د ديورنډ کرښې پر غاړه پرته کرمه ايجنسۍ کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته د وسلهوال بريد پرمهال، ګڼو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي سرچينو ويلي چې بريد د کرمې ايجنسۍ اړوند په قمرمېله سيمه کې د پوځ پر پوستې شوی دی. سرچينې رسنيو ته ...
Read More »حنفي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي
د رئيسالوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنيت ټينګښت لومړنی او اساسي شرط دی چې د نوموړي په دا مهال په افغانستان سرتاسري امنيت ټينګ دی. نوموړي چې نن يکشنبه د (سلواغې په ۱۷مه) يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې ...
Read More »برادر: ټول وزارتونه دې د اقتصادي ودې لپاره طرحې او پلانونه شريک کړي
د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، اسلامي امارت ژمن او مسوول دی چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې په هېواد کې د لوږې ختمولو په موخه اقتصادي پياوړتيا ته کار وکړي. نوموړي چې نن يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې يې خبرې کولې ...
Read More »پاکستان کې پر نظامي مرکزونو د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړل شوی
د پاکستان کورنيو چارو وزارت د پښتونخوا په شمول د دغه هېواد په ټولو ايالتونو کې مسوولانو ته د پوځ او امنيتي ځواکونو پر مرکزونو د احتمالي وسلهوالو بريدونو او چاودنو په اړه خبرداری ورکړی دی. دې وزارت ويلي چې په ټولو ايالتونو کې يې په لېکلې بڼه مسوولانو ته ...
Read More »بشري حقونو څار سازمان: امريکا هېڅکله پر ملکي افغانان د بريد مسوولان نه په ګوته کوي
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت پر هغه راپور نيوکه کړې، چې د تخليې عملياتو پرمهال يې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې پر ملکي افغانانو د شوي ځانمرګي بريد په اړه خپور کړی. د دغه سازمان د اسيا برخې مرستيالې ...
Read More »د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر مړه شوه
د هند بالېووډ سينما نوموتې سندرغاړې لتا منګېشکر نن يکشنبه د (سلواغې په ۱۷مه) د ممبيي په يوه روغتون کې ساه ورکړه. لتا منګېشکر د تېرې جنوري په ۱۱مه په روغتون کې بستر شوه او ډاکټرانو هغه مهال خبر ورکړی و چې په نوموړې کې يې د کرونا نښې موندلي ...
Read More »ايران: په ورځنۍ توګه ۵زره افغان کډوال ايران ته اوړي
په ايران کې يو شمېر مرسته رسوونکي بنسټونه وايي، له هغه وروسته چې طالبانو په افغانستان کې واک نيولی، نږدې يو ميليون افغان وګړي دې هېواد ته کډوال شوي دي. د يادو بنسټونو د مالوماتو له مخې، موندنو ښودلې چې په ورځڼۍ توګه ۵زره تنه افغانان له پولې د ايران ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس