په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر موټر چاودنې د یو افسر په ګډون درې پوځیان وژلي دي. د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د بلوچستان په ساحلي سیمه پسني کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په ...
Read More »Yearly Archives: 2021
کرزي؛له عمران خان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د مخکېني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ټلفوني خبرې کړې دي. د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري نن پنجشنبه (د چنګاښ۲۴مه نېټه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې د جدي او ...
Read More »ميدان وردګ؛په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو۵۳۰ جريبه بڼونه جوړ شوي
د ميدان وردګو ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه نیټه) په یوه اعلامیه کې ویلي،چې په دې وروستيو کلونو کې د میدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو ۵۳۰جريبه بڼونه جوړ شوي دي. د دغه ولایت دکرنې ریاست په وینا، په ...
Read More »برېتانیا ددفاع وزیر:په افغانستان کې مو شل کلن ماموریت بریالی و
د برېتانیا ددفاع وزیر بن والېس په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت بریالی و او القاعده شبکه یې ختمه کړې ده. دده په خبره القاعده شبکه اوس په هغه حد کې نه ده چې پر امریکا او متحدینو یې ...
Read More »چین وایي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په پلازمینه دوشنبې کې کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، افغان سولې او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي ...
Read More »عبدالله:سوله غواړو خو د ټپل شوې جګړې پر وړاندې کرار نه کېنو
د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې وي خو زیاتوي چې د تپل شوې جګړې پر وړاندې هم په کرار نه کېني. عبدالله عبدالله نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۳مه نېټه) په کابل کې یوې غونډې ته ...
Read More »تېرو دریو میاشتو کې؛ ۲۰۳ پاکستاني عسکر وژل شوي
د سي ار اېس اېس په نامه یوې څېړنيزې ادارې ویلي چې د تېرې اپریل میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې یوازې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ۲۰۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او تر ۹۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې تازه د پاکستان پوځ ویلي ...
Read More »د امریکا ۱۰ ایالتونه د ځنګلي اورونو له خطر سره مخامخ دي
ځنګلي اورونو د امریکا په لسو لوبدیځو ایالتونو کې کورونو لمبه کړي او په زرګونه کسان یې د خپلو کورونو پرېښدودلو ته اړ کړي دي. دغو اورونو د سه شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۲مه نېټه) په ځانګړې توګه په اوریګن ایالت زور اخیستی او د کالیفورنیا ایالت د بریښنا سیستم ...
Read More »تېر یو کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۸۰زره ټنه بادرنګ تولید شوي
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معلوماتو له مخې د وروستي یوه کال په ترڅ کې د هېواد په کچه ۱۸۰ زره او ۸۶۱ مټریک ټنه بادرنګ تولید شوي دي. دغه وزارت وایي چې د بادرنګو په تولید شوې شمېره کې، دواړه ډوله د ګلخونو بادرنګ ۵۴ زره ...
Read More »روسیه کې د مړینو ریکارډ؛ کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۰ کسان مړه کړي
په روسیه کې د کرونا ویروس مرکز پرون د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۲مه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۰ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي. په همدې موده کې ۲۴ زره او ۷۰۲ کسان نوي پر کرونا اخته شوي دي. دغه ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس