Home » 2021 (page 51)

Yearly Archives: 2021

عمران خان د سلسله علي خېل د تښتونې د عاملینو د نیولو امر کړی

رویداد خبري آژانس

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی څو ددغه پېښې عاملین ونیسي. پاکستاني رسنۍ بیا وایي چې د کورنیو چارو وزیر هم د یادې پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې ده. سلسله ...

Read More »

بسم الله محمدي:افغان ځواکونه د مخالفانو ځپلو ته پیاوړې اراده لري

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي وایي، کمانډو ځواکونه به د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو د شنډولو لپاره له هر ډول غوراوي کار واخلي. بسم الله محمدي پرون د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه نېټه) د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د افسرانو فراغت ...

Read More »

د اروپايي پارلمان غړي:پاکستان دې په رښتینې مانا د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي

رویداد خبري آژانس

د اروپایي پارلمان یوشمېر غړي وایي، چې پاکستان دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او په دغه هېواد کې د ترهګرو شته مرکزونه او امن پټنځایوه له منځه یوړل شي. د اروپايي پارلمان غړو د افغانستان د ولسي جرګې له ځینو ښځینه غړو سره په یوه انلاین غونډه کې ...

Read More »

عبدالله طالبانو ته:موږ ټول مسوول یو چې روانه جګړه پای ته ورسوو

رویداد خبري آژانس

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن شنبه (د چنګاښ ۲۶مه نېټه) په دوحه کې د بین الافغاني ناستې د پرانیستې په مراسمو کې په افغانستان کې روانې جګړې ته په اشارې وویل چې د جګړې اصلي قربانیان خلک دي او څرګنده ده چې زیانونه یې ...

Read More »

د ۲۰ اوریزه نړیوال جام لوبو ګروپونه اعلان شول

رویداد خبري آژانس

د کرکټ نړیوالې شورا تېره ورځ د شل اوریزو د نړیوال جام سیالیو ګروپونه اعلان کړل. په ( الف) ګروپ کې انګلستان، استرالیا، جنوبي افریقا او وېسټ اینډیز او په (ب) ګروپ کې افغانستان له پاکستان، هند او نیوزیلنډ سره یوځای شوي دي. د بنګله‌دېش او سریلانکا په ګډون اته ...

Read More »

د نوري فایبر کېبل د بیا غځېدو په موخه د پنځو ولایتونو برېښنا پرې شوه

رویداد خبري آژانس

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نوري فایبر کېبل د بیا غځېدو په موخه د پنځو ولایتونو برېښنا ۶ ساعتونو لپاره پرې کړې ده. دغه شرکت نن شنبه ( د چنګاښ ۲۶مه نېټه ) په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:” څه موده وړاندې ...

Read More »

سویډن د شاوخوا ۷ زره افغان کډوالو د اېستلو لړۍ درولې

رویداد خبري آژانس

سویډن وایي په افغانستان کې یې د وضعیت د ترینګلتیا له امله د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده. د سویډن د کډوالۍ ادارې ویلي دوی په افغانستان کې وضعیت څاري او وروستیو جګړو دې ته اړ کړي چې د رد شوو کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي. ددغه ...

Read More »

زلمی خلیلزاد:طالبان به د زور له لارې واک ته ونه رسېږي

رویداد خبري آژانس

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له اسوشیټېډ پرېس سره په مرکه کې هیله څرګنده کړې چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي. خلیلزاد ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر ...

Read More »

چین؛په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی

چین یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې او ترهګرۍ ضد مبارزې ملاتړ کړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ پرون د جمعې په ورځ ( دچنګاښ ۲۵مه نېټه) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشرغني د چين له ولسمشر شي جین پینګ سره تلیفوني خبرې کړي ...

Read More »

نادري: طالبانو ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ له منځه وړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون رییس او د سولې د مذاکراتي پلاوي غړي احمد نادر نادري وایي، وسله والو طالبانو په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ ادارې ودانۍ له منځه وړي دي. دا خبره احمد نادر نادري نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه نېټه) په کابل ...

Read More »