Home » 2021 (page 35)

Yearly Archives: 2021

عمران خان بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل وکړي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو وار بيا له نړيوالو غوښتي چې له طالبانو سره کار ورکړي څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه پياوړی حکومت رامنځته شي. نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه د (تلې په ۱۹مه) کړي او زياته کړې يې ده، که ...

Read More »

د امريکا په کابل کې خپلو وګړو ته د امنيتي ګواښ خبرداری ورکړی

د امريکا بهرنيو چارو وزارت کونسلي برخې په افغانستان کې بند پاتې امريکايي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنيتي ګواښ له امله دې په کابل ښار کې له مهمو ځايونو او په ځانګړې توګه د سرينا هوټل له شاوخوا لرې شي. دې وزارت زياته کړې، که امريکايي وګړي حتا ...

Read More »

پاکستان: په افغانستان کې سوله او ثبات د مرکزي اسيا او سيمه‌ييز پيوستون لپاره مهم دي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي سيمه‌ييز پيوستون او په مرکزي اسيا کې د فعال اقتصادي تحرک دوام يوازې د افغانستان له لارې ممکن بللی او ويلي يې دي چې دا هېواد د پيوستون عمده نقطه ده. نوموړي عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې له رسنيو په خبرو ...

Read More »

ميرکل: د اسرائيلو امنيت د جرمني په لومړيتوبونو کې دی

د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل چې په نږدې راتلونکي کې يې د لومړۍ وزيرې په توګه دنده پايته رسېږي، اسرائيلو ته د خپل سفر په ترڅ ويلي، د اسرائيلو امنيت خونديتوب به د جرمني هر حکومت په لومړيتوبونو ځای ولري. نوموړې دا څرګندونې په بيت‌المقدس کې د هلوکاسټ په ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره دوه کسه نور هم وژل شوي

د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنو روز اخيستی او په دې ترڅ کې تازه دوه تنه نور هم په سپينوام او دته‌خېلو کې وژل شوي دي. دوی زياتوي، لومړۍ پېښه پرون يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په سپينوام کې ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: امريکا سره د بشري مرستو او سياسي اړيکو په اړه سپينې خبرې شوي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت پلاوي په دوحه کې د امريکا له پلاوي سره د افغانستان پر اړوندو مسئلو سپينې خبرې کړي او ياده ناسته د دواړو لوريو ترمنځ د تفاهم ښه فرصت بللی شوی دی. د ياد وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې ...

Read More »

روسيې کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

روسي رسنيو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د يوې ټرانسپورټي الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيا شوي دي. د روسيې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، L-410 ډوله ياده الوتکه چې اير کلب په نوم د يوه شرکت اړوند ...

Read More »

د نايجيريا په يوه مارکېټ کې وسله‌والو ۲۰ کسان په ډزو وژلي

د نايجيريا چارواکو خبر ورکړی چې وسله‌والو د دغه هېواد شمال سوېلي ولايت سوکوټا، په يوه مارکېټ پر عامو خلکو ډزې کړې او د يادو ډزو په پايله کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوې دي. د دوی په خبره پېښه نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) رامنځته شوې ...

Read More »

د پاکستان د اټم بم پلار عبدالقدير خان په روغتون کې ساه ورکړه

د پاکستان پياوړی ساينس پوه عبدالقدير خان چې په دغه هېواد کې د اټم بم د پلار په نوم هم مشهور و، نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) د اسلام اباد په يوه روغتون کې د بستر پرمهال د ۸۵ کلونو په عمر ساه ورکړه. نوموړی له دې کبله چې ...

Read More »

نړۍ ديني عالمان: کندز کې پر جومات شوې چاودنه جنايت دی

د اسلام ديني عالمانو نړيوالې ټولنې د کندز په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو شوې  چاودنه غندلې او دا پېښه يې د ټولو شرعي اصولو خلاف عمل او جنايت بللی. دې ټولنې نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، پر هر دول عبادت ...

Read More »