د هلمند ځايي چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولايت کې يې د بېوزلو، بېسرپرستو او يتيمو ماشومانو د زدهکړو په موخه يو عصري ښوونيز مرکز پرانيستی دی. دوی زياتوي چې په دغه مرکز کې به يادو ماشومانو ته په لوړ معيارو د تجربه لرونکو استاذانو پر مټ د زدهکړو ...
Read More »Yearly Archives: 2021
ايکسپرېس ټرېبيون: طالبانو ژمنه کړې چې د TTP پر وړاندې به وسلهوال اقدام کوي
پاکستانۍ ايکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د هغو سرچينو په حواله چې کابل ته د طالبانو له دننه کېدو وروسته د پاکستاني چارواکو او يادې ډلې ترمنځ له خبرو باخبر دي راپور ورکړی، چې د پاکستان له حکومت سره د سولې نه کولو په صورت کې به اسلامي امارت د تحريک طالبان ...
Read More »نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيلېږي
ټاکل شوې چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتون وجهي صندوق يا يونېسف په همکارۍ نن دوشنبه د (لړم په ۱۷مه) په سراسر افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ضد کمپاين پيل شي. د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد وايي، دغه کمپاين به څلور ورځې دوام وکړي او ...
Read More »طالبانو د شلو ولايتونو لپاره د رهبرۍ په کچه تازه ګمارنې کړې
اسلامي امارت په تعيناتو کې د يوه تازه اقدام له مخې شلو ولايتونو ته نوي واليان، مرستيالان او دغه راز امنيه قومندانان ټاکلي دي. د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پرون يکشنبه ناوخته د (لړم په ۱۶مه) د يادو کسانو د ګمارنې په اړه ويلي، تازه ګمارل شوي واليان، د ...
Read More »سهېل شاهين: وضعه شوي بنديزونه خلکو ته په کار کولو کې د طالبانو مخه نه شي نيولی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی استازی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان اوسني وضعه شوي بنديزونه نشي کولی چې خلکو ته د کارکولو په برخه کې د اسلامي امارت مخه ډپ کړي. نوموړي دا څرګندونې تازه په خپل ټوېټر کې کړي او ويلي يې دي، د ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د چاودنې له امله پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د شمالي وزيرستان ځايي چارواکي خبر ورکوي چې نن يکشنبه د (لړم په ۱۶مه) د پاکستاني پوځيانو پر موټر درنه چاودنه شوې او په کې يادو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د چارواکو په خبره چاودنه د شمالي وزيرستان اړوند په ګړيوم سيمه کې د خښ شوي ماين له امله ...
Read More »يونيسف: د روان کال لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۶۰ افغان ماشومان د تاوتريخوالي له امله وژل شوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا UNICEF په افغانستان کې د ماشومانو د وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال په لومړنيو شپږو مياشتو کې ۴۶۰ تنه افغان ماشومان د تاوتريخوالي له امله وژل شوي دي. روېټر خبري ...
Read More »راتلونکې چهارشنبه د سيمې هېوادونه هند کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي
ټاکل شوې چې راتلونکې چهارشنبه د روانې نومبر په ۱۰مه، ګاونډي او د سيمې هېوادونو استازي په نوي ډهلي کې سره جرګه او د افغانستان موجوده وضعيت په تړاو به بحث وکړي. هندي رسنيو راپور ورکړی چې په غونډه کې به د سيمې هېوادونه د افغانستان په اړه خپلې پراخېدونکې ...
Read More »د عراق لومړی وزير د ترور له هڅې ژوندی وتلی
د عراق وسلهوالو ځواکونو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د لومړي وزير مصطفی الکاظمي پر کور د بېپيلوټه الوتکې بريد شوی، خو نوموړی له يادې پېښي ژوندی وتلی دی. که څه هم تر اوسه د الکاظمي د ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ويل شوي، خو روېټر خبري ...
Read More »د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د نيوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي
ټاکل شوې چې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د لوبو په ترڅ کې نن يکشنبه د (لړم په ۱۶مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نيوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي. نن د افغانستان او نيوزېلنډ لوبډلې هڅه کوي چې له يوه او بل څخه نننۍ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس